ایکنا – د فلسطین یوې بوډئ میرمنې چې ۷۰ کلونو راهسې ورځني لمونځ په مسجد الاقصی کې کوي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ستایلو لامل ګرځيدلې او د استقامت او پیاوړتیا بیلګه بلل شوې ده.
د خبر لمبر: 3491886 خپرونې تاریخ : 2025/10/19
ایکنا -د تیریګر صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت وزیر، ایتامار بن ګویر، په تیرې یوې اونئ کې د اسلامي اوقافو د ادارې د خبرداریو په اوج کې په دویم ځل الاقصی ته ته وارد شوی او سپکاوی ئې کړی دی.
د خبر لمبر: 3491869 خپرونې تاریخ : 2025/10/15
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په ایکس چینل کې پخپل یوه پیغام کې ټرمپ ته ته په خطاب کې لیکلي: څنګه تمه کولی شي چې د ایران ولس د زیتون څانګه (سوله) له داسې چا سره اړونده وګڼي چې څلور میاشتې مخکې ئې دشپې مهال په ایران کې د ښارونو،هستوګنو کورونو او عمومي تاسیساتو په په بمبارولو کې لاس درلود. ښاغلی ټرمپ یا د سولې او یا خک د جګړې ولسمشر کیدلی شی ؛ په یو وخت دواړه امتیازونه نشی درلودلی.
د خبر لمبر: 3491868 خپرونې تاریخ : 2025/10/15
دملګروملتو د مدرکون واوسندونو ادارې یونسکو لخوا په ۲۰۱۶ کې د مسجدالاقصی په اړه صادر شوی پرېکړهلیک، هغه روښانه سندونه دي چې له مسلمانانو سره د دغه مقدس ځای اړوندوالی په څرګنده ثابتوي.
د خبر لمبر: 3491867 خپرونې تاریخ : 2025/10/15
ایکنا - د مسجد الاقصی شاوخوا نوي انځورونه ښئي چې اسرائیلو د لرغوني څېړنو په پلمې سره، سرنګونه او کندې کندلو ته دوام ورکوي څو ثابته کړي چې بیت المقدس تر زرګونو کلونو پورې د يهوديانو ښار شي. دا څېړنې د علمي رودو د نشتوالي او د موجوده حالت خلاف ورزي ښئي او تاییدوي چې دا سرنګونه صرف سياسي هڅو سره ترسره کيږي.
د خبر لمبر: 3491814 خپرونې تاریخ : 2025/10/05
ایکنا – د مراکش پاچا ملک محمد شپږم ددغه هیواد په پلازمینې رباط کې په ؛حسان؛جومات کې د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد په جشن کې ګډون وکړ او له نزدې ددغه مناسبت د پروګرامونو شاهد ؤ.
د خبر لمبر: 3491689 خپرونې تاریخ : 2025/09/11
ایکنا- د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې وروسته، یوې ادارې چې «زاکا» نومېږي، د اسرائیلو لخوا د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه شرموونکي تبلیغات خپاره کړل چې په پراخه کچه په لويدیځي رسنیو کې بیا خپاره شول.
د خبر لمبر: 3491606 خپرونې تاریخ : 2025/08/27
ایکنا- پرون جمعې ورځې په لسګونه زره لمونځ کوونکو په مسجد الاقصی کې د قربانئ د نیکمرغه لوي اختر لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3491234 خپرونې تاریخ : 2025/06/07
ایکنا – صهیونیسټي نیواکګرو د اسلامي خطي نسخو د غونډولو لپاره په بېلابېلو لارو هڅې پيل کړې دي. اسرائیلي پوځیانو له لرغونو آثارو سره له لیوالو ډلو سره ملګرتیا کوله څو د فلسطین له کلو او ښارونو ټول اسناد او خطي نسخې غلا کړي.
د خبر لمبر: 3491061 خپرونې تاریخ : 2025/05/05
ایکنا – د قرآن کریم یوه کم موندونکي نسخه چې د غزال به پوستکي لیکل شوی دی، د الاقصی جومات په میوزیم کې ساتل کیږي.
د خبر لمبر: 3490945 خپرونې تاریخ : 2025/04/12
ایکنا – د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د کب دمیاشتې د شپاړسمې په مازدیګر یعني دتیرې پنجشنبې په ماښام د تراویح لمانځه له اقامې وروسته پر فلسطینیو لمون کونکو حمله وکړه او دوي ئې په زوره له دغه جوماته وویستل او ددغه جومات په داخل کې ئې ددوي د اعتکاف مخنیوی وکړ.
د خبر لمبر: 3490760 خپرونې تاریخ : 2025/03/08
ایکنا - د صهیونیسټي رژيم له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره د الاقصی جومات د جمعې لمونځ د څه دپاسه پنځوسو زرو فلسطینیانو په شتون سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490232 خپرونې تاریخ : 2024/11/30
ایکنا - خبری سرچینو د تلمودي دود او دستور د ترسره کولو لپاره په الاقصی جومات د څه دپاسه زرو صهیونیسټي یهودیانو د یرغل خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3490048 خپرونې تاریخ : 2024/10/23
ایکنا – د صهیونیسټ میشته ښارګوټي یو شمیر اوسیدونکو په قدس کې د الاقصی جومات د خطیب شیخ عکرمه صبري د کور د ورانولو غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489971 خپرونې تاریخ : 2024/10/08
ایکنا –د اردن د اوقافو وزارت په قدس شریف کې د مقدسو اسلامی او مسیحي ځایونو د یهودي کولو د زیاتیدا په باب په خبرداری ورکولو سره په دې زمینې کې د اسلامی او عربی هیوادونو د جدي قدام غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3489807 خپرونې تاریخ : 2024/09/07
ایکنا – په الاقصی جومات کې په جمعې ورځې په زرګونو فلسطینیانو د شهید اسماعیل هنیه د روح لپاره چې په چارشنبې ورخې په تهران کې د صهیونیسټي وحشی رژيم په وسیله ترور شو، د جنازې غایبانه لمونځ اقامه کړ.
د خبر لمبر: 3489636 خپرونې تاریخ : 2024/08/04
ایکنا- د اردن د پارلیمان نماینده نایل فریحات د اوقافو وزارت څخه غوښټي ، د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا څخه دې د فلسطینیانو د اعتکاف مجود صادر کړي.
د خبر لمبر: 3488841 خپرونې تاریخ : 2024/03/07
ایکنا-؛ ربعه مغربي ؛ نومې هغه ارزښتمن او تاریخي مصحف چې د مراکش پاچا، سلطان علی ابوالحسن المریني له خوا په اتمې قمري پيړۍ کې الاقصی جومات ته کتابت او ډالۍ شوی دی، هماغه شان دقدس په اسلامی میوزیم کې ساتل کیږي.
د خبر لمبر: 3488800 خپرونې تاریخ : 2024/02/28
ایکنا- د هغو اسلامی تاریخي آثارو میوزیم چې په ۱۹۲۲کال کې تاسیس شوی دی ،د الاقصی جومات په جنوب لویدیځ کې په یوې تاریخي ودانۍ کې د فلسطین او د سیمې د تاریخ د مختلفو پړاؤنو د کلتوري او تاریخي آثارو کوربه دی.
د خبر لمبر: 3488672 خپرونې تاریخ : 2024/02/04
ایکنا- د الاقصی جومات خطیب او د دینی چارو او اوقافو پخوانی وزیر شیخ یوسف سلامه پرون سهار د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د المغازی کیمپ په بمبارۍ کې شهید شوی دی.
د خبر لمبر: 3488508 خپرونې تاریخ : 2024/01/01